AP ۱۴۰۳ غویی ۲ ۱۱:۲۹
Journalist ID: 5513
News ID: 85451514
T T
۰ Persons
افغانستان باید د اسلامي همکاریو د سازمان په راتلونکې غونډه کې حضور ولري

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او ورسره پلاوي سره په کتنه کې په ګمبیا کې د دغه سازمان په راتلونکې غونډه کې د افغانستان د استازو د حضور غوښتنه وکړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان سرپرست  دولت ارګ نن یکشنبې د غوايي ۲ مه په بشري، فرهنګي او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او د دغه سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره د د افغانستان د سرپرست دولت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړی دی.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان ته درناوی لري، د مسوولینو د مشورو یې قدرداني کوي، غواړي له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او په عین حال کې هیله من یو چې دا سازمان د افغانستان ستونزې او د هغه ریښتینی انځور نړۍ ته انعکاس کړي.

طارق علي بخیت په ګمبیا کې د اسلامي همکاریو د سازمان د راتلونکې پنځلسمې او د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل: موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو یو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال افغانستان ته د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي د سفر غوښتنه او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي نړۍ دردونه او کړاوونه شریک دي او د دغو ستونزو د حل لپاره باید اسلامي هېوادونه همکاري وکړي.

هغه وویل، افغانستان د جګړې له پړاو څخه د حکومتدارۍ پر لور ګام اخیستی، نو له همدې امله په بېلابېلو برخو کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستې ته اړتیا لري او ټینګار یې وکړ، چې په ګمبیا کې د دغه سازمان راتلونکې غونډې ته دې د اسلامي امارت استازي وبلل شي، د دې لپاره چې دوی وکولی شي خپل نظرونه او مشورې شریکې کړي، تر څو د دې سازمان مسؤلین د افغانستان واقعیتونه واوري.

حنفي د خپلو خبرو په دوام ښځو ته د میراث د حق او نورو شرعي او اسلامي حقونو د ورکولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د ترسره شویو پرمختګونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل ویې ویل: د اسلامي امارت اقتصاد محوره پالیسي دا ده، چې د افغانستان له لوري هېڅ هېواد ته ګواښ نه کېږي، موږ به د هېڅ هېواد په چارو کې لاسوهنه ونه کړو او له نورو هم غواړو چې د افغانستان په چارو کې مداخله ونه کړي.

په دې کتنه کې د اسلامي همکاريو د سازمان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون اجرائيه رييسې نورا الرشود، د فرهنګي، ټولنيزو او کورنيو چارو عمومي رييسې آغلې آمنه الهجري او د یاد سازمان د ښځو د پرمختګ برخې رییسې اغلې افنان الشعبي په خپل وار سره خبرې وکړې.

هغوی د خپلو اړوندو ادارو د فعالیتونو په اړه د هر اړخیزو معلوماتو د وړاندې کولو پر مهال وویل: موږ په افغانستان کې ښه پرمختګونه لیدلي او دا د هغه منفي عکس العمل په مقابل کې دي چې د افغانستان په اړه په رسنیو کې منعکس کېږي، موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو یو.

په وروستيو کې ياد شوي پلاوي وويل، چې د اسلامي همکاريو سازمان د ترکيې له ټيکا انستيتيوت او د اذربايجان له پراختيايي انستيتوت سره تړونونه لاسليکوي، چې افغانستان به د دغو مرستو په سر کې وي او موږ هيله من يو، چې په دې برخه کې به زيات پرمختيايي کارونه په افغانستان کې ترسره شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .